شاته غزل

چې بشره يې د خپل يار په زړه رقم ده

چې بشره يې د خپل يار په زړه رقم ده

 خدای رسول يې بله مه کړه، بس کرم ده

په راتله دې ګل زما د خاطر ويل شي

 د بهار خوښي د وصل په قدم ده

په بارخو دې دا خوبۍ دي که سبا مې

 خورمه ايښې په زيړ ګل باندې شبنم ده

دی به نن زما تر مينې پورې ياد شي

 په مجنون که نامه پورې د عجم ده

 چې نن ورځ صديق تيره په خوښۍ شوه

 ځکه لار ورته نيولې سبا غم ده

د صدیق نور شعرونه