شاته
غزل
یاره راشه په یوه وطن ما وا کړو
یاره راشه په یوه وطن ما وا کړو
له خاطره مبرا اوږده رجا کړو
لاس په لاس به سره ګرځو غنیمت دی
صلاح نه ده چې د نن طمع صبا کړو
له ازل شین سپهر جفاکار دی
خطايي ده که نن موږ طمع وفا کړو
څو یاران لکه رمه هسې غنچه وو
د هجران لیوه په زور سره جدا کړو
مجلسي یارانو کوچ وه که له دهره
موږ به څو حیات اخر په دا فنا کړو
څوک به څشکله امید د عیش کاندي
په دا دار یې همه غم لره پیدا کړو
یاره ته به هجري پرېنښودې په روغه
په ستم سره بېل جور د بادشاه کړو