شاته غزل

ګلابه! د لمبو رقصونه نۀ‌شې درک کوی

ګلابه! د لمبو رقصونه نۀ‌شې درک کوی

شبنمه! د ذرې تابونه نۀشې درک کوی

د هر غزل مصرعې لکه د سیوري راپسې دي

لېچنه! ته لمرین رمونه نۀشې درک کوی

په خپلو زمزمو کې ګز و ګام کړه ناهموارې

اوبه شه، که اوبه مزلونه نۀ‌شې درک کوی

تر نورو د حساس ادراک څښتن وي چې درک نۀ‌شي

دا مه وایه چې تۀ درکونه نۀ‌شې درک کوی

ساقیا! له خالي جامونو تنده کړه رها

عنقایا! دا مخمور دامونه نۀ‌شې درک کوی؟

له تورو خودرنګیو مې زړۀ شین لکه غاټول شو

ویر دا دی چې زموږ داغونه نۀ‌شې درک کوی

په ښکلو منظرونو کې شتاب نارسایي ده

حماسه! منتظر خوندونه نۀ‌شې درک کوی

د ذاکر حماس نور شعرونه