شاته غزل

تلم دنیا ته له تا یاره، بېرته راغلم

تلم دنیا ته له تا یاره، بېرته راغلم

را معلومه نه وه لار بېرته راغلم

له وطنه ستا له لاسه وم وتلی

و وطن ته ستا د پاره بېرته راغلم

د رقیب جنګ ته به بېرته ور روان شوم

چې کوم وخت به له دا کاره بېرته راغلم

لکه لمر چې ماځیګر به تګ ته اړ شوم

زه به تا ته تر سهاره بېرته راغلم

زه په بدو پسې و وتم دروېشه!

خو د خپل ضمیر له ډاره بېرته راغلم

د دروېش درانی نور شعرونه