شاته غزل

ستا د زلفو ملامت او زما سر

ستا د زلفو ملامت او زما سر

مین هغه دی چې وي په بلا سر

ما د يار په زړه کې ځای ونيوو رقيبه

رعب پرېږده دروهمه ستاو په چا سر

تا چې ماته نه کتل په ټول محفل کې

ستا قصور دی چې شو خلق په ماسر

څه اميد به د سکون کوم له تا نه

چې همه ناز و ادا يې سراسر

حمزه ستا همه خبرې به شې پاتې

چې پکې نه ږدې د خبرې خطا سر

د امیر حمزہ شینواری نور شعرونه