شاته
غزل
اوښکو ګلرنګو ته مې ګوره حکايت څه پکار
اوښکو ګلرنګو ته مې ګوره حکايت څه پکار
زه چې ګوهر په مځکه شيندمه دولت څه پکار
خفه رندان دي چې توبه مې کړي بيا له ميو
د يو معلوم توبه شګن نه شکايت څه پکار
په هزار ژبو مې خاموشه ښکلی يار دی خبر
رقيبه ځای دی د ادب ستا وکالت څه پکار
که عنايت په نهايت وي عنايت څه پکار
که نهايت په عنايت وي نهايت څه پکار
حيض و نفاس سبب د شرم وي مردانو لره
واعظه هوش کوه خواش د کرامت څه پکار
د زرو کان د کمينه مځکې بطن نه لري
رقيبه ستا مجاهده او رياضت څه پکار
نوم د حمزه چې په نامه د بېنوا ستا به شي
هغه غلط واعظ دا وايي شهرت څه پکار