شاته غزل

چې مکېز دې کړو دلبر ورسره ګډ

چې مکېز دې کړو دلبر ورسره ګډ

نظر څه و، شو کوثر ور سره ګډ

زه له عقله خبر نه وم چې سرکه ده

ما به کړو د عشق شکر ور سره ګډ

عاشقۍ د هلاکت کمر ته بوتلم

ما ناپوه چې کړو هنر ور سره ګډ

کجاوه وه د ليلی که بړبوکۍ وه

جوش د شوق مې کړو نظر ور سره ګډ

د قطرې نه سوا نه شوې د زړه اوښکې

څه که چاکړو سمندر ور سره ګډ

ده بېګاه د چا په مستو سترګو څښلي

واعظ څه وشو منبر ور سره ګډ

په خلوت خلوت دې خور شو حمزه شعر

څوک دننه، څوک بهر ور سره ګډ

د امیر حمزہ شینواری نور شعرونه