شاته
قطعه
نه سګان کا په مرداره هومره جنګ
نه سګان کا په مرداره هومره جنګ
نه غوایه هومره شدت سره په څر کا
نه لېوان په خوړو هسې حسد کاندي
نه حرص د نس دپاره هومره خر کا
نه په نس ځپله اخته هسې سباع دی
څو حسد سره اولاد د بوالبشر کا
په دا حال ته جهالت د سړي ګوره
چې بدنام په ډېر حرص خر و بقر کا
هجري بُخل حسد لرې کړو له ځانه
دا خصلت په جهانیو کې بهتر کا