شاته نظم

د عمرونو داسې ستړی

د عمرونو داسې ستړی

د مودو داسې ستومانه

چې د چا په زلفو کېوځم

چې د چا په څنګل پرېوځم

هلته ساه واخلم دمه شم

سترګې پټې کړم ویده شم

د صاحب شاه صابر نور شعرونه