شاته
غزل
هغه دم چې یار له ما سره قریب وي
هغه دم چې یار له ما سره قریب وي
که باد راشي په مجلس لکه رقیب وي
هر عاشق چې غوڅ په تېغ د محبت شي
په دارو یې حاجت کله د طبیب وي
په رښتیني عاشق خوږ وي تر نباتو
هغه جور چې پرې کړی خپل حبیب وي
چې بازار په ریاض جوړ شي د ګلونو
د ښاخ سر لکه منبر بلبل خطیب وي
یو قدم هجران له یاره خرابي ده
زار په ځان دی د هغو چې دوه جریب وي
د ښه یار مجلس تر هر دولت بهتر دی
په دا کار هغه پوهیږي چې لبیب وي
هجري ته خو تل هوس د ولایت کړې
ولې ستا ورتله محال مګر نصیب وي