شاته غزل

بند بازار او بینوا خالي لاسونه

بند بازار او بینوا خالي لاسونه

ځم روان یم کور ته بیا خالي لاسونه

نه! نه! زۀ له وبا نۀ مرمه صاحبه!

ما به ووژني زما خالي لاسونه

د خواهش پروردګي راڅخه غواړي

د هوس د انتها خالي لاسونه

هن! دا ګل رانه د کاڼو بدل واخله

مونږه نه پریږدو د چا خالي لاسونه

خجالته! بیا مې هم تر چا اوږده کړل

د رد شوې تقاضا خالي لاسونه

تۀ دې ځان ته عفوه وغواړه ندرته!

خدای دې وبښي زما خالي لاسونه

د نظم الدین ندرت نور شعرونه