شاته نظم

چې په دې کوڅه تېریږم چې په دې لاره تیریږم

چې په دې کوڅه تېریږم   چې په دې لاره تیریږم

په څه داسې غم اخته شم   چې نه مرم نه ترې رغیږم

څه مې مخکې مخکې کېږي

څه په ذهن راورېږي

شونډې وچې رنګ مې زیړ شي

زړه مې بې واره درزېږي

د وفا د خلوص نخښې  غم لړلې اندېښنې مې

چې دې وران بتکي ته ګورم  چې دې وران کنډر ته ګورم

د صاحب شاه صابر نور شعرونه