شاته غزل

په رښتيا مينه پر ګل باندې بلبل کا

په رښتيا مينه پر ګل باندې بلبل کا

چې په څو جفا وخارته تحمل کا

کا عاشق یې په رښتيا ترسره تېر شه

مسته شاه سودا د سرو په بازل کا

چې قدم په تېره خار بندي ځې ويارته

دا شهابه یې له ځان سره واصل کا

او هاله به یې د مراد تخم زرغون شي

چې د نيو په اوبه وجود کهګل کا

له اوله یې سبق وهر چا ورکه

بيا په خپل اختيار هر څوک د ځان حاصل کړ

چې یې اوس کړه آساني په ځان قبوله

په آخر به دا انسان سفر مشکل کا

چې د خلقو امير اوږد شه دنيا کې

دا قضا به یې فاني عمل باطل کا

خو هر چا د وړاندې کړی يو هنر دی

ترو نازک خاطر و چا وته مايل کړ

نېک وبد واړه غلي دي له خدايه

اوس د کړو ملامت ولې پر يو بل کا

برخې ټولې په قسمت ازلي شوې

په هر چا باندې به خپل قسمت نازل کا

د دنيا توانګرو پرېښودې ماڼېيه

چې مېرزا عمارتونه په ويل کا

د میرزا حنان بارکزی نور شعرونه