شاته غزل

لکه تا ته عاشق سپک دی تر هلک خس

لکه تا ته عاشق سپک دی تر هلک خس

شاید نه وي په دنیا کې هسې سپک خس

بلکې تا ته لکه ورک وقار د یار دی

هرګز نه وي په عالم کې هسې ورک خس

چې مې کیف ستا د سترګو تجربه کړو

می همه راته ظاهر شو د بتک خس

لکه ستا نظر وجود د عقل هیڅ کا

مګر هیڅ هسې ګولۍ کا د ټوپک خس

ما چې ولیدو لذت د هغو لبو

تر نسبت یې نبات وینم د اټک خس

رقیب هسې بد خصلت په جهان خس که

څو په طیرو کې وقار د ښاپیرک خس

ستا د مینې لاس مې تن هسې ریزه کړ

لکه څوک په زور ریزه کا د کوتک خس

عاشق خپلې مینې تا ته هسې خس کړ

څو په درست خټک کې ذات د در ملک خس

په هر ځای یې قدر ډېر دی تر پهاړه

خو و تا ته که خپل زړه هجري خټک خس

د اشرف خان هجري نور شعرونه