شاته غزل

چې په واړه کښلو بَر دی

چې په واړه کښلو بَر دی
 هم هغه زما دلبر دی

برخوردار به ځنې ډېر شي
 سر تر پايه واړه بر دی

مخ یې نمر شونډې یې لعل
 قد یې سروه سمنبر دی

چې قانع په خشک و تر شي
 هغه شاه د بحر و بر دی

چې په بدو باندې ښه کا

 هغه وګڼه چې بر دی

د عبدالقادر خان خټک نور شعرونه