شاته غزل

په تهمت کې که خپل يار موندلی ما

په تهمت کې که خپل يار موندلی ما
 د عالم تهمت په سر منلی ما

ډير به نه وو هجران ګران که یې له غمه
 په وصال کې همېشه ژړلي ما

ما به تل لکه بورا په ګل سينه مينه
 که پکې د وفا بوی موندلی ما

چې بې سواله ورکړه کا منت په ځای ږدي

سخاوت دی د هغو پسندلی ما

حريص ځکه هسې در په در جار وځي
 چې دی، دی له خپله در رټلی ما

ابدي ژوندون حاصل عبد القادر کړه

 د غمژي په تيغ چې دی وژلی ما

د عبدالقادر خان خټک نور شعرونه