شاته
غزل
کښلی مخ یې مياشت خجله کړه نمر هم لا
کښلی
مخ یې مياشت خجله کړه نمر هم لا
قد یې سروه کړه سرکوزه عرعر هم لا
سرو
لبانو یې قيمت د لعلو کم کړه
سپينو غاښو یې بې آب کړ ګوهر هم لا
چې
تنها یې همېشه په سر اخلم
د عشق بار مې ګردون خم کړ کمر هم لا
نه
یواځې په صورت جدایي خوار کړم
په دا اور مې ننه سوزي ځيګر هم لا
چې
نګهت د يار د زلفو نسيم راوړ
مشک خوشبوی په هغه بوی شول عنبر هم لا
په لمانځه کې د يار وروځې را په ياد شوې
د زړه آه مې محراب وسوه منبر هم لا
څو دې زړه عبد القادر سره جفا کړه
ستا جفا به وړي په سر په بصر هم لا