شاته غزل

څه بلا يې احتیاجه

څه بلا يې احتیاجه

چې سړی کړې سګ مزاجه

مسلمان هندو روش کړي

او هندو مسلم رواجه

چارچوبۍ ته يې ولاړ کړې

بادشاهان له تخت و تاجه

د هوا آزاد مرغونه

په دام بند کړې لاعلاجه

و شاګرد و ته استاد کړې

سپک په قدر تر دجاجه

چې سړی په کې خلاص نه شي

د حاجت غوښتو له باجه

وایه نور له بادشاهۍ

نفع څه ده یا له راجه

دا خاصه د غني خدای ده

چې نه دی د چا محتاجه

د حمید معراج حصلېږي

د غمونو له امواجه

د عبدالحمید مومند نور شعرونه