شاته غزل

هغه مخ کړم مبتلا په تأسف

هغه مخ کړم مبتلا په تأسف

چې یې لاس په تأسف مږي یوسف

بې له دې چې يې له سره ځان قربان کړم

ګڼه نه يې شته هیڅوک د حسن کف

چې مې یار له خوبه ویښ نه کړې نسیمه

ګوره الوځه په ورو په تلطف

ما دی سر ومال و ښکلیو ته نومړی

و به نه کړم له دې عهده تخلف

چې په ما د صبر دم لولې ناصحه

خپله خوله ستړې کوې په دا چف چف

چې د ښکلیو کش مکش پرې نه تېرېږي

په دا هسې سلامته ږیره  تف

که آشنا د حمید مرګ ته وي زړه کړی

په ښه کار کې دی، څه ډيل و توقف

د عبدالحمید مومند نور شعرونه